۰
ډيلي ټلګراف:

طالبان قوماندان د سولې خبرو د چټکۍ غوښتونکي دي

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
ډیلي ټلګراف ورځپانې راپور ورکړی، چې د طالبانو جنګي قوماندان د دې غوښتونکي دي، چې مشران یې د سولې خبرې چټکې او سرعت ورکړي.
طالبان قوماندان د سولې خبرو د چټکۍ غوښتونکي دي
ډیلي ټلګراف ورځپانې راپور ورکړی، چې د طالبانو جنګي قوماندان د دې غوښتونکي دي، چې مشران یې د سولې خبرې چټکې او سرعت ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ټینګار کړی، طالب قوماندانان په دې باور دي، چې د سولې په خبرو کې خنډ او ځنډ د دوی پر جنګي روحیه منفي اغېز کوي.

ورځپاڼه وایي، دغه قوماندانو له خپلو سیاسي مشرانو غوښتي، چې د سولې خبرو پایله دې ژر تر ژره دوی ته ورسوي، څو دوی د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پای ته رسېدلې او غیر رسمي خبرې لاهم دوام لري.

دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو د قطر دفتر استازو ملا عبدالغني برادر، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخوا او امیرخان متقي د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او قطر د بهرنیو چارو وزیر سره ناسته درلوده.

طالب ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه لیکي، چې د دوی استازو له خلیلزاد او قطر د بهرنیو چارو وزیر سره د سولې د مذاکراتو په نتایجو او راتلونکو اقدماتو خبرې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو په ورته وخت کې پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا پرون جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په پرونۍ ناسته کې خلیلزاد له طالب استازو سره د تاوتریخوالي د کمولو مودې پر غځولو او عمومي اوربند رسمآ مطرح کړې.

دی وایي، تر اوسه طالبانو د عمومي اوربند خبره نه ده منلې، خو د ده په وینا فکر کوي، چې طالبان به د تاوتریخوالي د کمولو او عمومي اوربند خبره ومني.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې ملا برادر هم په دوحه کې پر خلیلزاد فشار راوستی څو ژر تر ژره خپله پرېکړه د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره له دوی سره شریکه کړي خو خلیلزاد له امریکايي چارواکو سره د سلا مشورو لپاره وخت غوښتی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي