۰

کانونو وزارت د خپلو پورړویو شرکتونو نومونه افشا کړل

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت د خبلو پوروړیو شرکتونو افشا کړل او خبرداری یې ورکړی، که یاد شرکتونه خپل پور پرې نه کړي، نو څارنوالۍ ته به یې وروپېزني.
کانونو وزارت د خپلو پورړویو شرکتونو نومونه افشا کړل
د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت د خبلو پوروړیو شرکتونو افشا کړل او خبرداری یې ورکړی، که یاد شرکتونه خپل پور پرې نه کړي، نو څارنوالۍ ته به یې وروپېزني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کانونو وزارت د خپلو پوروړیو ۴۷ شرکتونو نومونه افشار کړي، خو د کوم لوی شرکت نوم په کې نشته دی.

یاد شرکتونه چې په کابل کې فعال دي، د ځایونو د کرایو، حق الامتیاز، او د کانونو وزارت د مالیو په ورکړه کې د ځنډ له امله تر څلور میلیون افغانیو پوروړي دي.

د کانونو او پېټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي وایي، په مجموع کې یاد وزارت ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پور لري او دا افشاګرۍ اخرې نه دي بلکې ژر به په ولایتونو کې د دغه وزارت د پوروړیو شرکتونو نومونه هم په ډاګه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې کانونو او پټرولیم وزارت په کال ۱۳۹۸ (۲۰۳) میلیونه افغانۍ مقروضیت راټول کړی دی؛ اما ځينې شرکتونه دهغه مشخص شوي مکانیزم په اساس نه حاضریږي چې خپل مقروضیت (رویالټي) یا حق المتیاز ورکړي.

په ورته وخت کې د کانونو او صنایعو د خونې رییس رحیم الله سمندر وايي هغو سیمو کې چې کانونه وي امنیتي ستونزې، د سیمه ییزو زورواکو لاسوهنې او ناقانونه باج اخېستنې د دې لامل کېږي چې قراردادیان نه شي کولی د خپلو تړونونو له مخې خپل کارونه پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي