د پاکستان حکومت په پام کې لري، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس جوړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه کنفرانس به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ یا«UNHCR» په همکارۍ جوړ کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت دغه کنفرانس جوړوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کنفرانس به د راونې میلادي میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي او پرانسته به یې لومړي وزیر عمران خان وکړي.
خبرپاڼه وايي، په دغه کنفرانس کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي.
ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره پخپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل