۰

د کابل او کندهار هوایي ډګرونو کې څلور قاچاقبر نیول شوي دي

دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
کورنیو چارو وزارت د کابل او کندهار په هوایي ډګرونو کې د نشه يي توکو د څلور تنو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.
د کابل او کندهار هوایي ډګرونو کې څلور قاچاقبر نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت د کابل او کندهار په هوایي ډګرونو کې د نشه يي توکو د څلور تنو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قاچاق وړونکو غوښتل په سفري بکسونو کې نشه يي توکي بهر ته ولېږدوي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیسو دوه تنه چې یو شمېر نشه يي توکي یې په سفري بکسونه کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې قاچاق کړي نیولي دي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د کندهار د احمد شاه بابا د نړیوال هوايي ډګر منسوبینو هم دوه تنه چې ۵۰۸ ګرامه هیرویین یې د کپسول په بڼه په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر هېوادونو ته یې قاچاق کړي، نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي