۰

بنګله دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه

دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۰
د بنلګه دېش د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په لومړي ځل د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام وګاټه.
بنګله دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګاټه
د بنلګه دېش د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په لومړي ځل د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام وګاټه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۱۹ کلنو نړیوال جام وروستۍ لوبه پرون یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه په سویلي افریقا کې د بنګله دېش او هند تر منځ وشوه.

لومړی بېټنګ د هند لوبډلې وکړ او د باران له امله د ۴۶ ټاکل شویو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ هدف وټاکه.

د هند له لوري په توپ وهنه کې جایسوال چې د پاکستان پر خلاف یې هم سلیزه کړې وه یو ځل بیا ښه وځلېده او ۸۸ منډې یې وکړې.

خو د بنګله دېش توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله هندي لوبغاړي ونه توانېدل، چې سیالې لوبډلې ته یو لوړ هدف وټاکي.

د لوبې په دوهم پاڼې کې د بنګله دېښ پیل خورا ښه و، خو له ۱۲ اور وروسته یې لوبغاړي یو په بل پسې ژر وسوځېدل او داسې ګمان کېده، چې لوبه د هند په ګټه راواوښته.

خو ورستیو لوبغاړو بېرته لوبه کابو کړه او ۴۳ ام اور کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې له هند څخه وګټله.

دا لومړی ځل دی، چې د بنګله دېش ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله نړیوال جام ګټي.

تر دې وړاندې هند تر نورو زیات څلور وارې، آسترالیا درې او پاکستان دوه وارې د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو اتلولۍ ګټلي دي.

د یادونې ده، چې افغانستان په دغه لوبو کې اوم مقام تر لاسه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي