۰

کابل کې یو قاچاقبر او فراه کې د ماینونو زېرمه له منځه وړل شوې

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د یوه لوی قاچاقبر د وژل کېدو او فراه ولایت کې د سړک د غاړې ماینونو د یوې زېرمې د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.
کابل کې یو قاچاقبر او فراه کې د ماینونو زېرمه له منځه وړل شوې
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو د یوه لوی قاچاقبر د وژل کېدو او فراه ولایت کې د سړک د غاړې ماینونو د یوې زېرمې د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د سلواغې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ځانګړو پولیسو تېره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو پر مهال پولیسو د نشه يي توکو دغه قاچاق وړونکي ته د درېدو امر کړی، خو هغه سرغړونه او پر پولیسو یې ډزې کړې.

خبرپاڼه وایي، په مقابل کې پولیسو هم پرې برید کړی، چې قاچاقبر یې وژلی او سل کیلوګرامه تریاک او یو عراده موټر چې دغه نشه يي توکي په کې لېږدول کېدل نیول شوي دي.
 
بل خوا کورنیو چارو وزارت وایي، ځانګړو پولیسو د فراه په قلعه کاه ولسوالۍ کې هم عملیات کړي، چې پر مهال یې د سړک د غاړې ماینونو یوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه زېرمه کې ۸۶ کړۍ د سړک د غاړې ماینونه، ۲ میله کلاشنکوفونه، یو کوچینۍ موټر او پنځه عرادې موټر سایکلونه تر لاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي