ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د سلواغې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، شاه محمد جابر چې د چمتال لپاره د طالبانو ولسوال و، د یادې ولسوالۍ د نوشهر علیزي په سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې جابر په یاده سیمه کې د ماین په ښخولو بوخت و، چې هوايي ځواک پرې برید کړی او وژلی یې دي.
خبرپاڼه وايي، په دغه برید کې له ولسوال جابر سره د هغه شپږ ملګري هم وژل شوي دي.
بل خوا وزارت زیاتوي، چې، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ فرخ آباد، قلتاق، ده نوع او تلي ګک کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل