۰

امریکا هڅه کوي افغانستان د پنځه جمع یو هېوادونو په ډله کې شامل شي

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۰
راپورونه وایي، امریکا غواړي افغانستان هم د پنځه جمع یو هېوادونو په ډله کې شامل کړی او د دغه ډلې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.
امریکا هڅه کوي افغانستان د پنځه جمع یو هېوادونو په ډله کې شامل شي
راپورونه وایي، امریکا غواړي افغانستان هم د پنځه جمع یو هېوادونو په ډله کې شامل کړی او د دغه ډلې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چار وزارت مرستیالې الیز ویلز ویلي، افغانستان به په دغه ډله کې لومړی د څارنونکي او بیا بشپړغړیتوب تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر د دفتر ریاست مرستیال لیزا کورتس ویلي، منځنۍ اسیا یوه جیو ستراتېژیکه سیمه ده او د منځنۍ اسیا هیوادونه به د افغانستان په باثباته کولو کې ډېره مرسته وکړي.

امریکایي چارواکي وایي، واشنګټن غواړي چې د منځنۍ اسیا سرحدونه د ترهګرۍ په مقابل کې پیاوړي کړي او له افغانستان سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه هم پراخه شي.

د یادونې ده، چې د منځنۍ اسیا د ۵ جمع ۱ هیوادونو ډله چې په ۲۰۱۵ کال راجوړه شوه اوس په کې تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او امریکا شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي