۰

د هرات د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان وژل شوی

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۱
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د هرات ولایت د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په تېروتنې سره وژل شوی دی.
د هرات د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان وژل شوی
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د هرات ولایت د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په تېروتنې سره وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د سلواغې ۱۸ مه ماښام مهال د هرات ښار د نوآباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وایي، د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په خپل شخصي موټر کې له نوآباد سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې د تلاشۍ پوستې څخه د تېرېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ورباندې ډزې شوې.

امنیتي چارواکي او د هرات د والي ویاند وايي، له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې پولیسو سهواُ پر احمدشاه جلاني ډزې کړي دي.

د پولیسو د عملیاتي قطعې قومانداني وايي چې جلالي د ملي اردو د ځواکونو له لوري وژل شوی دی او د هرات والي د یادې پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي