۰

فاریاب کې د هاوان لګېدو پڼځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د طالبانو له لوري د یوه توغول شوي هاوان د لګېدو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې د هاوان لګېدو پڼځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د طالبانو له لوري د یوه توغول شوي هاوان د لګېدو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د سلواغې ۱۸ مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بېښ کپه کلي کې رامنځ ته شوې.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایي، د طالبانو له لوري توغول شوی هاوان په یاد کلي کې لګېدلی، چې له امله یې درې ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

په ورته وخت کې روغتیایي چارواکو د ټپي شوې مېرمنې روغتیايي حالت نازک ښودلی دی.

د فاریاب چارواکو د پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي