سیمه ییز امنیتي چارواکي تاييدوي، چې کندهار ولایت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون جمعه د سلواغې ۱۸ مه د کندهار ښار په لسمي امنیتي حوزې او شاولي کوټ ولسوالیو اړوند سیمو کې رامنځ ته شوې دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وایي، دوه امنیتي سرتېري د ښار د لسمې حوزې اړوند خواجک بابا سیمه کې د ناپېژانده وسله والو په غلچکي برید کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې یو تن د ملي امنیت کارکوونکی او بل یې د هلمند په پولیسو کې دنده درلوده.
بارکزی وایي، د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیسو یې په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په کندهار ښار کې یوه ښځینه پولیس په یوه غلچکي برید کې وژل شوې وه.
بل خوا پرون غرمه مهال د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې بند د امنیتي کمبربند مسوول څارن محب الله هم په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د شوالي کوټ امنیه قوماندان سمونوال پاچا خان وايي، څارمن محب الله پر موټر د دهلي بند ته څېرمه د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او نوموړی په کې وژل شوی دی.
د هغه په وینا په دغه چاودنه کې د محب الله یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغه پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل