۰

کندهار کې یوه سیمه ییز پولیس خپل پنځه همکاران وژلي دي

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس په خپلو پنخو همکارانو برید کړی او وژلي یې دی.
کندهار کې یوه سیمه ییز پولیس خپل پنځه همکاران وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس په خپلو پنخو همکارانو برید کړی او وژلي یې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه پېښه تېره شپه (د سلواغې ۱۷مه) د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، په تلوکان سیمه کې یو تن نفوذي محلي پولیس په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او پنځه تنه یې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې بریدګر پولیس له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو د نیولو لپاره یې جدي پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي