۰

پولیسو کابل کې دوه بم اېښودونکي نیولي دي

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه بم اېښودونکي چې غوښتل یې بمونه خښ کړی، نیولي دي.
پولیسو کابل کې دوه بم اېښودونکي نیولي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه بم اېښودونکي چې غوښتل یې بمونه خښ کړی، نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بم اېښودونکي پرون ماښام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ څلور لارې ته نېږدې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، یادو کسانو غوښتل د کمپنۍ څلور لارې ته نېږدې سیمه کې ماین کېږدي، چې د پولیسو په یو لړ چټک عملیاتو کې له ماین سره یو ځای نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ماین شنډ کړی او په دې سره یې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د همدې پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې کمپنۍ کوټه سنګي پر سړک یوې ماین چاودنې دوه تنه ملکي وګړي وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي