کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تړاو د ۱۴ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه جنايي مجرمین د کابل ښار د دوهمې، پنځمې، شپږمې، اتمې، نهمې، دیارلسمې، شپاړسمې حوزو او بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان ۱۴ تنه په کابل ښار کې د موټرو د غلاو، موبایل تښتولو، عامه نظم د اخلال، له دوکانونو د غلا، کېڅه بورۍ، لار شکونې، غیرقانوني وسلو د لرلو په تړاو نیولي دي.
د یادونې ده، چې کورنیو چارو وزارت له کابو یوې میاشتې راهیسې په کابل ښار کې د جنايي مجرمینو پر ضد مبارزه پیل کړې او د دغه مبارزې لپاره یې د امنیتي حوزو د پرسونل تر څنګ د وزارت ۱۰۰۰ تنه منسوبین هم ګمارلي.
د دغه مبارزې په ترڅ کې تر اوسه پورې پولیسو په لسګونو مجرمین نیولي، چې یو شمېر یې په کې خورا خطرناک او حرفوي مجرمین هم شامل دي.
جمهورخبري آژانس:کابل