۰

ترکیه کې یوه الوتکه له لیکې وتلې او ۱۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۷
ترکیه کې یوه مسافر وړونکې ۷۳۷ ډوله بوېنګ الوتکه هوايي ډګر کې د کښناست پر مهال له لیکې وتلې او درې ټوټې شوې ده.
ترکیه کې یوه الوتکه له لیکې وتلې او ۱۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ترکیه کې یوه مسافر وړونکې ۷۳۷ ډوله بوېنګ الوتکه هوايي ډګر کې د کښناست پر مهال له لیکې وتلې او درې ټوټې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر کهیت تورهن د پېښې پخلی کړی وايي، دغه پېښه پرون چهارشبنې ماښام د استانبول د صبیحه ګوکچین په هوایي ډګر کې رامنځ ته شوې.

نوموړي ویلي، د پګاسوس هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله مسافر وړونکې بوینګ الوتکه پر دغه هوايي ډګر کې د کښناست پر مهال لړزېدلې او له لیکې وتلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې الوتکه درې ټوټې شوې خو په کې سپرو ۱۷۷ تنه مسافرو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

خو وروسته د ترکیې د روغتیا وزارت تایید کړه، چې په دغه پېښه کې دریو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵۷ نور ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

پګاسوس هوايي شرکت هم د دغه پېښې پخلی کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ویل کېږي په دغه الوتکه کې یوه ۲۰ تنه مسافر بهرني وګړي و او نور ټول ترکان وو.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي