د بښنې نړیوالې ادارې په یوه بیانیه کې د افغان رسنیو د هغه اعتراض ملاتړ کړی، چې افغان حکومت یې له رسنیو سره د معلوماتو په نه شریکولو تورن کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بښنې نړیوالې ادارې په دغه بیانیه کې ویلي، افغان دولت دې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ته درناوی وکړي او هغه دې خوندي او پلی کړي.
د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا برخې مرستیال عمر وراج وايي، افغانستان کې خبریالان د نړۍ له زړورو رسنوالو دي چې په خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي او د خپل کار له امله له ګواښ، وېرولو او تاوتریخوالي سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دولت مسوولیت نه یوازې دا چې د خبریالانو ساتنه ده بلکې دوی ته دې د ښه فعالیت ټول امکانات برابر کړي.
د بښنې نړیواله اداره همدا راز وایي حکومت اړ دی چې خلکو ته ځوابوینه ولري او په چارو کې روڼتیا په پام کې ونیسي.
د یادونې ده، چې د سې شنبې په ورځ د هېواد دېرشو رسنیزو بنسټونو اعتراض وکړ، چې دلته معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت خراب شوی.
دوی د یوې بیانیې په خپرولو سره افغان دولت تورن کړ چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون یې نقض کړی دی.
خو افغان دولت د رسنیو دغه تورنه رد کړل او په دې برخه کې یې ترې د وضاحت غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل