۰

ترکیه کې واورې ښوېدنې ۳۳ تنه وژلي دي

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۲
راپورونه وايي، ترکیه کې له یوه غره د واورې ښوېدو په پېښه کې ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور تر واورو لاندې دي.
ترکیه کې واورې ښوېدنې ۳۳ تنه وژلي دي
راپورونه وايي، ترکیه کې له یوه غره د واورې ښوېدو په پېښه کې ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور تر واورو لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې رسنیو د چارواکو له خولې ویلي، په وژل شویو کې پولیس، ساتونکي، مرستندویان او ملکي خلک شامل دي.

ترکي رسنۍ دغه راز وایي چې مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلي دي او هڅه کوي له زیانمنو خلکو سره اړینه مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ له ایران سره پولې ته نږدې دغه سیمه کې واوره ښوېدلې وه، چې پنځه کسان یې وژلي وو.

د ترکیې د رسنیو د معلوماتو له مخې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي