امریکا سنا مجلس د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مراحلو د څېړنې په وروستۍ ورځ هغه تبرئه کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د واک څخه د ناوړې استفادې او کانګریس د فعالیتونو د مخینوي تورونه پورې شوي وو.
د همدې تورونو له امله له تېرو شلو ورځو راهیسې د ټرمپ د استیضاح په اړه بحثونه او څېړنې روانې و، چې باالاخره پرون چهارشنبې د فبروروۍ ۵ مه یې رای ګیری وکړه او ټرمپ په کې تبرئه شو.
د امریکا د سنا مجلس غړو د واک څخه د ناوړه استفادې تور ته ۵۲ منفي او ۴۸ مثبتې رایې ورکړې او دغه رار یې د کانګرس د فعالیتونو د مخینوي تور ته ۵۳ منفي او ۴۷ مثبتې رایې ورکړې، چې ورسره ټرمپ پرې د لګېدولو تورونو څخه خلاص شو.
د یادونې ده، چې ټرمپ تر بل کلنټن او ریچارد نیکسن وروسته د امریکا درېیم ولسمشر دی، چې د سنا له خوا استیضاح کېږي، خو درې واړو برائت اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل