۰

هلمند کې چاودنې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې پنځو تنو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې چاودنې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې پنځو تنو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، په چاودنه کې دوه ملي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي دوی.

نوموړي زیاته کړې، دغه پولیس په سيمه کي د لاري پر سر د ماينونو د خنثی کولو ماموريت درلود.

خو په ورته وخت کې یوې بلې امنیتی سرچینې ویلي، چاودنه د موټر بم له امله شوې ده.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي