۰
د ټاکنو مالي ملاتړ کوونکي:

د ټاکنو پایلو تر اعلان پورې دې د ملي یووالي حکومت اصول رعایت شي

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان د ټاکنو مالي ملاتړ کوونکو د افغان حکومت له مشرانو غوښتي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلې تر اعلان پورې دې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوي اصولو رعایت کړي.
د ټاکنو پایلو تر اعلان پورې دې د ملي یووالي حکومت اصول رعایت شي
د افغانستان د ټاکنو مالي ملاتړ کوونکو د افغان حکومت له مشرانو غوښتي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلې تر اعلان پورې دې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوي اصولو رعایت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډلې چې امریکا، برېتانیا، استرالیا، جاپان او اروپايي ټولنه په کې شامل دي، پرون سه شنبې د سلواغې ۱۵ مه ماښام مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي د ملي یووالي حکومت له دواړو اړخونو یې غوښتي، چې د ټاکنو پایلو تر اعلان پورې له بې ثباته کوونکو اقداماتو ډډه وکړي.
 
په اعلامیه کې ویل شوي چې په ټاکنو کې ښکېل اړخونه باید د ټاکنو پروسې ته احترام ولري او اجازه ورکړي، چې کمېسیونونه خپل کارونه په ښه توګه تر سره کړي.

خبرپاڼه کې د شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتل شوي، چې ټول مطرح شوي شکایتونه په دقت سره وڅېړي او د روڼ والي په اړه یې د افغانستان خلکو ته وضاحت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ د ځینو ګمارنو پر سر سیاسي ناندرۍ راپورته شوې دي.

په وروستیو اقداماتو کې ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د ځینو ادارو سرپرست وزیران لرې او پر ځای یې نوي کسان وګمارل، چې دغه ګمارنې یې د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له غبرګون سره مخ شوې.

عبدالله په یوه ناسته کې پر دغه ګمارونو د نیوکې تر څنګ و ویل، چې که ولسمشر غني دغه ډول ګمارنې، چې د اصلاحاتو نوم ورکوي، بندې نه کړي، نو دی به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.

د افغانستان له ټاکنو د ملاتړ ډلې هم ټینګار کړي، چې د ملي یووالي حکومت د اصولو رعایت به وکولی شي د افغانستان د بې پرې بنسټونو یووالي وساتي او حکومت ته به اجازه ورکړي، تر څو خپل مهم اهداف چې سوله او اقتصادي پیاوړتیا ده، تعقیب کړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ادارې له دغه دریځ څخه د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ملاتړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي