وسله والو طالبانو د امریکا د بهرنیو چاورو وزیر مایک پمپیو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی وايي، امریکا دې د خپلې واورې زموږ پر پام نه اچوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې رسنیو ته ویلي و، چې دوی له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته نېږدي شوي، خو اوس وخت د دې دی، چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله اراده ثابته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې هم ویلي و، چې پخوا هم د سولې هوکړه نهایي شوې وه خو طالبان ونه توانېدل خپله ژمنتیا وښیي ځکه یې لاسلیک وځنډېد.
د پمپیو دغه څرګنونو ته په غبرګون کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د سولې مذاکراتو بهیر د ټرمپ ټویټ، د امریکا متعددو غوښتنو، په امریکا او کابل کې د چارواکو اختلافاتو ټکنی کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، پومپیو دې د خپل بام واورې د دوی پر بام نه وراچوي، ځکه چې په خبره یې د دوی دریځ اصولي او متحد دی.
طالب ویاند وايي، د دوی موقف د مقابل لورې په څېر متزلزل او ګډوډ نه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل