۰
د کډوالو چارو وزیر:

د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو شمېر ۶۰۰ زره ته رسېدلی دی

سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، په هېواد کې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو شمېر ۶۰۰ زره تنو ته رسېدلی دی.
د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو شمېر ۶۰۰ زره ته رسېدلی دی
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، په هېواد کې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو شمېر ۶۰۰ زره تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلخي چې نن سه شنبې د سلواغې ۱۵ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې له دغه بې ځایه شویو کسانو څخه ۹۵ زره کورنۍ یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د اړمنو کسانو له شمېر څخه د تر اوسه پورې د ۴۳ زره کورنیو سره د وزارت او نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا مرستې شوې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې ۶۱ زره او ۸۲۹ کورنیو د همکارو موسساتو له خوا او د ۱۱ زره او ۹۱۴ کورنیو سره د کډوالو چارو وزارت له خوا مرستې دوام لري.

ښاغلی بلخي وايي، یوازې پلازمېنه کابل کې ۱۰ زره بې ځایه شویو کورنیو سره د کډوالو چارو وزارت او موسساتو له خوا مرستې شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

خو زیاتوي، چې د دوی د معلوماتو له مخې د کورنیو بې ځایه شویو څخه ۲۱ زره کورنۍ د بودجې د نشتوالي له امله له مرستو څخه پاتي شوي، خو په ټول کې ۸۰ زره بې ځایه شویو کسانو ته بودجه وجود لري او وزارت هڅه کوي، چې د کال تر پای پورې د مالیې وزارت د احتیاطي کود څخه ۱۰ زره نورو کورنیو ته هم بودجه تر لاسه کړي.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې ټول څلور میلیونه داخلي بې ځایه شوي او څلور میلیونه راغلي کډوال د کډوالو چارو وزارت له خوا په سمه توګه مدیریت شوي دي.

د نوموړي په وینا چې د کډوالو چارو وزارت په ۱۳۹۸ کال کې د ګډوالو لپاره ۲۴ میلیونه افغانۍ د مرستې په موخه له مالیې وزارت څخه تر لاسه کړې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي