۰

عبدالله: د سولې لپاره نه خو په مذاکراتو کې شرطونه لرو

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله وایي، افغان حکومت په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره هېڅ ډول شرط نه لري، خو د سولې په مذاکراتو کې بیا شرطونه لري.
عبدالله: د سولې لپاره نه خو په مذاکراتو کې شرطونه لرو
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله وایي، افغان حکومت په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره هېڅ ډول شرط نه لري، خو د سولې په مذاکراتو کې بیا شرطونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د سلواغې ۱۴ مه د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې و ویل، دا چې په دې شپو ورځو کې د سولې خبرې یو ځل بیا ګرمې شوې، نو دوی افغان ولس، نړیوالې ټولنې او مقابل لوري(طالبان) ته ډاډ ورکوي، چې د سولې لپاره هېڅ ډول مخکنی شرط نه لري.

خو ټینګار یې وکړ، چې د سولې مذاکراتو کې بیا د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره سم ځینې شرایط لري، چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.
له دې سره سره عبدالله دا هم وویل، چې د بین الاافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې، چې تاوتریخوالی په هر ډول راکمېدی شی، دوی یې مثبت انګېري او ملاتړ یې کوي.

که څه عبدالله دغه موضوع په روښانه ډول تشریح نه کړه، خو اشاره یې د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي پر سر شوې هوکړې ته وه، چې افغان ولسمشرۍ ماڼۍ یې مخالفت کړی او د اوربند غوښتنه یې کړې.

د افغان حکومت اجرائیه رییس یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې سوله د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده او ده له خلیلزاد سره د سولې په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدنه او خبرو کې ویلي، چې طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د هغه په وینا دوی له طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې غځولو غوښتنه کړې او دا مهال د طالبانو ځواب ته منتظر دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي