۰
عبدالله:

له پاکستان سره ښې اړیکې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۳
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
له پاکستان سره ښې اړیکې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه د په سپېدار ماڼۍ کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، عبدالله له نصرالله خان سره خبرو کې پاکستان د افغانستان یو ښه ګاونډۍ هېواد وباله او ویې ویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د افغان سولې او دغه راز د سیمې د ثبات لپاره ګټورې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو، پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې ته د رسېدو لپاره پر ګډو هڅو او دغه راز د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو خبرې اترې کړې دي.

سرچینه کاږي، اجراییه رییس په یاده لیدنه کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، چې افغانستان له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او په خبره یې د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړیکې په افغانستان او سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي