۰
د عامې روغتیا وزیر:

له چین راستانه شوي کسان تر روغتیایي څارنې لاندې دي

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، له چین څخه راستانه شوي کسان تر روغتیايي څارنې لاندې دي.
له چین راستانه شوي کسان تر روغتیایي څارنې لاندې دي
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، له چین څخه راستانه شوي کسان تر روغتیايي څارنې لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز چې نن یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې دا هم و ویل، چې دوی د افغان محصلانو د لېږد لپاره بشپړ چمتوالی لري او ولسمشرۍ ماڼۍ الوتکه هم ورته چارتر کړې ده.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د چین په ووهان ښار کې د ۴۱ افغان محصلانو او د دوی د کورنۍ له غړو څخه یو هم د کرونا په وژونکي ویروس نه دی اخته شوی.

د هغه په وینا د دوی روغتیايي ټيم چمتو دی چې ووهان ته ولاړ شي او افغان محصلان خپل هېواد ته انتقال کړي، چې په وینا یې دلته ورته د قرنطین زمینه هم ورته برابره شوې ده.

خو له دې سره سره نوموړی وايي، د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه دا ده چې تر څو بېړنی حالت نه وي ختم شوی باید له ووهان ښار نه بهرني وګړي که هغه د هر هېواد وي انتقال نشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دوی په دې برخه کې جدي تدابیر لري په ځانګړي ډول هغه کسان چې له چین څه راځي تر جدي څارنې لاندې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې د تېرې اوونۍ راهیسې ۲۶۲ کسان له چین څخه افغانستان ته راغلي چې ۲۳۳ یې افغانان او پاتې نور بهرنیان دي، دا ټول چېک شوي چې کرونا ویروس نه لري او دوی ورسره په اړیکه کې دي.

د دوی په وینا په دغه ډله کې یواځې یو کس له ووهان ښاره راغلی چې اوس په کندهار کې دی او هغه هم د کرونا ویروس نه لري.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز ټینګار وکړ، چې دوی هڅه کوي دغه ویروس افغانستان ته رانشي خو بیا هم بشپړ ډاډ نه شي ورکولی.

نوموړی دا هم وايي چې دغه ویروس خطرناک دی خو داسې نه ده چې پرې اخته کېدونکي ټول کسان مړه کېږي بلکې په خبره یې تر اوسه په چین کې په دغه ویروس د اخته کسانو یوازې ۲ سلنه مړه شوي او د نورو چې کرونا ویروس په کې خفیف و درملنه شوې او کورنو ته لېږل شوي.

په چین کې د کرونا ویروس تر خپرېدو ورسته چې وژونکی دی په هغه هېواد کې د افغان محصلانو او د دوی د کورنیو اندېښنې په زیاتېدو دي او په وار وار یې له افغان دولت غوښتي چې هیواد ته د دوی د انتقال لپاره بېړنی اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي