ننګرهار کې د وریجو د پروسس فابریکې فعاله شوه

13 دلو 1398 ساعت 12:07

سیمه ییز چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ.


سیمه ییز چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه فابریکه د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د دغه فابریکې په جوړېدو باندې درې نیم میلیون امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.

د هغه په وینا یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰ ټنه وریجو د پروسس وړتیا لري، چې په نېږدې راتلونکې کې به یې وړتیا ۱۲۰ ټنو ته لوړه شي چې په ښه کیفیت به وطنۍ وریجې پروسس او بازار ته وړاندې کوي.

ښاغلي میاخیل زیاتوي، چې دې فابریکې سره ثبت شوي درې نیم زره کروندګر به هر کال خپلې شولې د پروسس لپاره وروړي.

د ننګرهار والي وایي، په دغه فابریکه کې ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې او دغه راز یې ژمنه کړې، چې پانګوالو ته به نور هم د خصوصي سکتور وده اقتصادي رشد او د کار زمینه برابروي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 124625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com