۰
غني:

افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ هرات کې د ګازو پروسس اسانتیاوې رامنځ ته کړي

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات ولایت کې د ګازو پروسس اسانتیاوې رامنځ ته کړي او دغه راز به د کانونو برخه کې هم د دغه هېواد له تجربو په ګټنې د افغانستان طبعي سرچینو ته پرامختیا ورکړي.
افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ هرات کې د ګازو پروسس اسانتیاوې رامنځ ته کړي
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات ولایت کې د ګازو پروسس اسانتیاوې رامنځ ته کړي او دغه راز به د کانونو برخه کې هم د دغه هېواد له تجربو په ګټنې د افغانستان طبعي سرچینو ته پرامختیا ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره پلاوی سره ارګ کې د لیدنې پر مهال کړې ده.

په دغه لیدنه کې، چې نن دوشنبې د سلواغې ۱۲ مه شوې دواړو لورو د امنیت تر څنګ، د دوه اړخیزه اړیکو پر لاټنګښت، اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیټ اور نورو پرخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې افغانستان او ترکمنستان دوست هېوادونه بللي او له ترکمنستان څخه یې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو څخه مننه کړې ده.

ښاغلي غني د ټاپي پروزې ته په اشارې ویلي، چې ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلیز او فرصت دی، چې ورسره به په سیمه کې ژور اقتصادي، انکشافي پرمتګونه رامنځ ته شي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د ټاپي تر څنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لین (ټاپ) او نوري فایبر هم غځول کېږي، چې د سیمه ییز اتصال دغه لویه پروژه به سیمه او اروپا سره ونښلوي.

هغه ویلي، افغانستان غواړي له ترکمنستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او راکړې ورکړې لا زیاتې کړي، چې په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ غځېدل او انکشاف هم د دغو همکاریو یوه برخه ده.

دغه راز ولسمشر غني ویلي، افغانستان به د ترکمنستان په همکارۍ په هرات ولایت کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې هم رامنځ ته کړي او همدارنګه د کانونو په برخه کې به هم د ترکمنستان له تجربو څخه په استفادې د افغانستان منابع پراختیا ومومي.

ولسمشر غني د امنیت په برخه کې د افغانستان له لوري ترکمنستان ته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغان امنیتي ځواکونه به له دغه هېواد سره پر پوله امنیت لا ټینګ کړي.

ښاغلي غني په فرهنګي برخه کې له ترکمنستان سره اړیکو ته په اشارې و ویل، چې په افغانستان کې به پر ترکمني ژبه پانګونه وشي او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر بنسټ هیله لري، چې ترکمن وکړو ته په ترکمنستان کې د زده کړو زمینه برابره شي.
 
په ورته وخت کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي، هیواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې او مسوولین د دغو پروژو او همکاریو د تطبیق لپاره چې موخه یې له افغانستان سره همکاري او سیمه ییز اتصال دی، ګډ کار وکړي.
 
ولسمشر غني هم اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټاپي پروژې په ګډون په ټولو برخو کې بېلابېلو ادارو او کمېټو سره عملي همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي