۰

طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري

پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، طالبانو لا ه له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې او اړیکې ورسره لري.
طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري
د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، طالبانو لا ه له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې او اړیکې ورسره لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، طالبانو القاعده ډلې ته پناه ورکړې، ستانه یې کوي او هغوی یې په بدل کې طالبانو ته روزنه ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي.

راپور کې راغلي، چې په هلمند ولایت کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د مشر عاصم عمر وژل کېدل د دې ښه بېلګه ده، چې طالبان لا هم له القاعده سره نېږدې اړیکې لري.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو له ۱۹۹۰ کال راهیسې د القاعده ډلې سره د اړیکو اړه دروغ ویلي او د طالبانو په لیکو کې یادې ډلې د وسله والو شتون مبهم دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو په ډله کې د بهرنیو وسله والو پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړې او دا یې یو اوږدمهالی ګواښ یاد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي