۰

هرات کې پولیسو او غلو نښته کړې، غله نیول شوي دي

پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د پولیسو او وسله والو غلو د یوې ډلې ترمنځ نښته شوې او دوه تنه غله په کې نیول شوي دي.
هرات کې پولیسو او غلو نښته کړې، غله نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د پولیسو او وسله والو غلو د یوې ډلې ترمنځ نښته شوې او دوه تنه غله په کې نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د پولیسو او غلو د ډلې تر منځ شوې ده.

د هرات د پولیسو سرپرست ویاند عبدالروف احمدي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په غوریان ولسوالۍ کې د غلو یوې ډلې، چې د پولیسو ګزمه لیدلې برید یې پرې کړی او له سیمې تښتېدلي دي.

خو په وینا یې تر پېښې وروسته پولیسو د ملي امنیت په همکارۍ د غلو دغه ډله څارلې، چې له نښتې وروسته یې دوه تنه غله په ټپي حالت کې نیولي دي.

دی وایي، چې د دغه دوه تنو تر نیول کېدو وروسته د غلو ټوله ډله نیول شوې، چې دوه میله کلاشنکوفونه، یو میل تومانچه او ۱۲۱ ډزه مرمۍ او یو موټر هم ترې ترلاسه شوی دی.

نوموړي ویلي، چې ټپي غله روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي خو دا یې ونه ویل، چې د غلو دغه ډله کې څو کسان وو.

جمهورخبري آژانس: هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي