۰

افغان کمانډویانو بادغیس کې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه راخوشي کړي

پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۴
ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۶۲ زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.
افغان کمانډویانو بادغیس کې د طالبانو له زندانه ۶۲ تنه راخوشي کړي
ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۶۲ زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کمانډویانو پرون چهارشنبې د سلواغې ۹ مه د شپې مهال د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په بوکن سیمه کې د طالبانو پر زندان عملیات کړي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو زندان مات او ۶۲ تنه افغان سرتېري چې ۵۵ تنه افغان ملي اردو، څلور کمانډو، دوه سرحدي پولیس او یو ملي پولیس شامل دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سرتېري له څه مودې راهیسې د وسله والو طالبانو په بند کې وو، چې اوس ترې راخوشي کړی شول.

دفاع وزارت دا هم وايي، چې په یادو عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان هم نیول شوي او یو شمېر نور یې وژل شوي، خو کره شمېره یې نه ده ښودلې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد افغان ولس او امنیتي ځواکونو د دغه بریالیتوب مبارکي ویلي او ټینګار یې کړي، چې امنیتي ځواکونه به د خپل ولس د خوندیتوب لپاره نورې هڅې هم ګړندۍ کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي