۰
سیاسي ګوندونه د پاکستان حکومت ته:

منظور احمد پښتین خوشې کړۍ ګنې وضعیت خرابېږي

سی شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۳
پاکستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو د دغه هېواد پر حکومت غږ کړي، چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خوشی کړی.
منظور احمد پښتین خوشې کړۍ ګنې وضعیت خرابېږي
پاکستان کې ګڼو سیاسي ګوندونو د دغه هېواد پر حکومت غږ کړي، چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خوشی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ګوندونو ویلي، که د پاکستان حکومت منظور احمد پښتین ژر تر ژره خوشی نه کړي، نو وضعیت به خراب شي.

منظور پښتین وړمه شپه پېښور کې د پولیسو له خوا نیول شوی او وروسته زندان ته وړل شوی، چې نیول کېدو یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په همدې خاطر نن سه شنبې د سلواغې ۸ مه په ګڼ شمېر هېوادونو کې لاریونونه روان دی، او د منظور پښتین د خوشي کولو غوښتنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې پښتین خوشی کړي، ځکه هغه د خپل حق غوښتلو لپاره مدني او سوله ییزه مبارزه کوي، چې نیول یې د ټولو اصولو خلاف دي.

په ورته وخت کې د لاریونونو تر څنګ تر کرښې پورې غاړې ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو لکه عوامي نشنل، پښتونخوا ملي عوامي، قامي وطن، پیپلز او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو خبري کنفرانسونو کې ګډون کړی او د ښاغلي پښتین د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دوی ټولو ویلي، منظور پښتین هغه څوک دی چې د خپل قوم د حق غوښتلو لپاره مدني او سوله ییزه مبارزه کوي او نیول کېدل یې د ټولو موازینو خلاف عمل دی.

دغه سیاسي ګوندونه وايي، د پښتین نیول کېدل د خلکو احساسات نشي خاموشولی او څو پورې چې یي حقوق نه وي تر لاسه کړي په هېڅ صورت شاتګ نه کوي.

یادو سیاسي ګوندونو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که پښتین ژر تر ژره راخوشی نشي نو ښایي وضعیت لا ډېر خراب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي