۰

ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د ۷۳۰ میلیون ډالرو مرسته غوښتې

سی شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان کې د خپلو بشري ماموریت د مرستو لپاره د د ۷۳۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د ۷۳۰ میلیون ډالرو مرسته غوښتې
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان کې د خپلو بشري ماموریت د مرستو لپاره د د ۷۳۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو پرون دوشنبې د سلواغې ۷ مه ویلي، په روان کال کې د غذايي موادو د اړتیاو او سرپناه لپاره ۹.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، په داسې حال کې، چې دغه کچه په ۲۰۱۹ کې ۶.۵ میلیون ډالره وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پلاوي مرستیالې توبي لانزیر ویلي، د افغانستان جګړه په نړۍ کې تر ټولو وژونکې شخړه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د جګړې تر څنګ افغانان د وچکالۍ او مخ په زیاتېدونکي فقر او بېوزلۍ سره مخ دي، چې مرستې ته اړتیا لري.

نوموړی وایي، زیاته کړې، چې په روانه اوونۍ کې بروکسل، لندن او بله اونۍکې کاناډا، نیویارک او واشنګټن ته سفرونه کوي، چې مرستندویان بېړنۍ نغدي مرستو ته وهڅوي.

د ملگرو ملتونو دغه مقام زیاته کړه چې د افغانستان انکشافي مرستې د روان کال په پای کې ختمیږي او دغه هیواد به په میلیاردونو نورو ډالرو ته اړتیا ولري.

ملگرو ملتونو د نړۍ له مرستندویه هیوادونو څخه په افغانستان کې د دې سازمان له ماموریت سره د مرستې لپاره څه دپاسه ٦٠٠ میلیون ډالر غوښتي دي.

دغه ژمنه به د افغانستان د انکشافي مرستو لپاره د میلیاردونو ډالرو څخه بیله وي چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر په میاشت کې د یو نړیوال کنفرانس په ترڅ کې یې ژمنه شوې ده.

ملگري ملتونه هیله من دي چې د روان کال په پای کې د مرستندویانو یو بل نړیوال کنفرانس د ٢٠٢١ نه تر ٢٠٢۴ کلونو پورې د مرستو لپاره د پیسو ټولولو په مقصد جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي