۰
د بښنې نړیوال سازمان:

د پاکستان حکومت د ژر تر ژره منظور پښتین خوشی کړي

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتین خوشی کړي.
د پاکستان حکومت د ژر تر ژره منظور پښتین خوشی کړي
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي، چې ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتین خوشی کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منظور پښتین تېره شپه د پېښور په تکهال سیمه کې د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

د پي ټي اېم مخکښ او د پاکستان د پارلمان وکیل محسن داوړ هم تایید کړې، چې پاکستانۍ ادارې د دوی مشر نیولی او ژر تر ژره یې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان د ادارې له خوا د منظور پښتین نیولو غندنه کړې او د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان پر خپل ټویټر لیکلي، منظور پښتین د بشري حقونو د تحقق لپاره مدني مبارزه کوله او نیول کېدل یې د ټولو موازینو خلاف عمل دی.

که څه هم په لومړیو کې ویل کېدل چې نوموړی د نامعلومو کسانو له لوري تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی خو وروسته معلومه شوه چې پولیسو نیولی او په پېښور کې د پولیسو په یوه تاڼه کې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي