په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماماتو او ښاغلي یو پرون یکشنبې د سلواغې ۶ مه ناوخته کابل کې سره کتلي دي.
په کابل کې د چین سفیر ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او ژمنه یې کړې، چې د سولې په نویو پرمختګونو کې به هم خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چین د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل