۰

عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي دي

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
راپورونه وايي، عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي دي
راپورونه وايي، عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي یو راکټ د سفارت په خوړنځي لګېدلی او بل هم په لږ واټن کې ورته لګېدلي دی.

امریکایي پوځي چارواکو منلې، چې د کاتویشا په نوم توغندي یې پر سفارت لګېدلي او په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس ویلي، چې په پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو وروستیو کې د امریکا ضد خوځښتونه عراق کې زیات شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د عراق له حکومته غوښتي، چې د دغه هېواد دیپلومایکو ودانیو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي