۰
سعادتي و عبدالله ته!

د غني انحصارګرايي ماته کړه خپله تعینات پیل کړه

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۸
د ثبات او همپالنې ټیم دوهم مرستیال اسدالله سعادتي د خپل ټیم مشر او د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته سپارښتنه وکړه، چې د ولسمشر غني د انحصارګرایۍ پر وړاندې ودرېږدي.
د غني انحصارګرايي ماته کړه خپله تعینات پیل کړه
د ثبات او همپالنې ټیم دوهم مرستیال اسدالله سعادتي د خپل ټیم مشر او د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته سپارښتنه وکړه، چې د ولسمشر غني د انحصارګرایۍ پر وړاندې ودرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعادتي چې نن یکشنبې د سلواغې ۶ مه کابل کې د ثبات او همپالنې ټیم په یوه ناسته کې خبرې کولې، د ولسمشرۍ غني له خوا په دې وروستیو کې پر ځینو ټاکنو سختې نیوکې وکړې.

نوموړي و ویل، چې ښاغلی غني په غیر قانوني ډول د ځینو کسانو په ګمارنې لاس پورې کړې، چې دا نه یوازې د قانون خلاف بلکې په هېواد کې د نورو ستونزو جوړول دي.

هغه د بېلګې په توګه د بهرنیو چارو وزارت ته اشاره وکړه، چې په وینا یې د ولسمشر غني له خوا یو داسې کس دغه وزارت کې ټاکل شوی، چې یوه ورځ یې هم دیپلوماسي نه ده کړې.

ښاغلي سعادتي و ویل، چې د ولسمشرغني له خوا دغه وروستیو ټاکنو په حقیقت کې د حکومت د دوه بنسټونو چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست دی یو ټکر رامنځ ته کړی دی.

هغه عبدالله ته په خطاب کې و ویل، چې د ملي یووالي حکومت د یوې موافقې پر اساس رامنځ ته شوی نو همدې ته په کتو باید د ولسمشر غني د نورو اقداماتو پر وړاندې په کلکه ودرېږي.

نوموړي عبدالله ته و ویل«ډاکتر صیب عبدالله زه درته وایم، چې نور د غني پر وړاندې ودرېږه که هغه ټاکنې کوي، ته هم په خپل حکم په تعیناتو لاس پورې کړه، موږ د تر شاه ولاړ یو په ټول توان دې تر شاه ولاړ یو.»

دغه راز سعادتي ټاکنو ته په اشارې دا هم و ویل، چې د دوی ټیم د ټاکنو پروسه په دقیق ډول څېړي او پرې به نږدي، چې تقلبي حکومت رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي