۰

د امریکا نوی شارژدافیر: د افغانستان بیا رغونه کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
په کابل کې د امریکا سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وايي، امریکا د افغانستان بیا رغونې کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
د امریکا نوی شارژدافیر: د افغانستان بیا  رغونه کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو
په کابل کې د امریکا سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وايي، امریکا د افغانستان بیا رغونې کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولس ویلي، چې ده په افغانستان کې نوې خپله دنده پیل کړې او په دې موده کې یې له ګڼو افغان سیاسیونو سره لیده کاته کړي دي.

د هغه په وینا دی او همکاران یې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅه کوي او غواړي په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا د افغانستان بیا رغونې او پرمختګ ته ژمنه ده او دا د خپل ماموریت یوه برخه ګڼي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر د افغانانو فرهنګ او مېلمه پالنه ستایلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هېواد ته ډېر ژر تلپاتې سوله او ثبات راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي