۰

د کرزي او عبدالله په ګډون ځینې سیاسیون د سولې لپاره نوې طرحه جوړوي

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۸
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د سولې په تړاو د نظر یووالي او یوې طرحې چمتو کولو په اړه غونډه وکړه.
د کرزي او عبدالله په ګډون ځینې سیاسیون د سولې لپاره نوې طرحه جوړوي
د پخواني ولسمشر حامد کرزي او افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د سولې په تړاو د نظر یووالي او یوې طرحې چمتو کولو په اړه غونډه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون شنبنې د مرغومي ۵ مه ماښام مهال د حزب وحدت ګوند د مشر حاجي محمد محقق په کور کې شوې خو رسنۍ نه وې ورغوښتل شوې.

په غونده کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه عبدالله عبدالله، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، پیر سید حامد ګیلاني، حاجي دین محمد، محمد یونس قانوني، جمعه خان همدرد او یو شمېر نورو سیاسیونو برخه درلوده.

د راپورونو پر اساس د دوی خبرې تر ډېره د سولې او دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو څرګندونو چې په کې یې پر ځینو سیاسیونو نیوکې کړې وې، راټولې وې.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې په یوې ځانګړې مرکې کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

نوموړي په غیر معمول ډول د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او اوسنی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، او همداراز پخوانی ولسمشر حامد کرزی، بې پلانه کسان وبلل.

ولسمشر غني وویل: «زه له خلکو سره په تماس کې یم او له یوې برنامې سره مې ټاکنې وکړې. زه یو پروګرام لرم. د ولسمشر کرزي او ډاکټر عبدالله پلان څه دی؟ مهرباني وکړئ یوه داسې پاڼه راته وښيي چې د دغو داوړ ښاغلو څخه یوه یې د افغانستان د راتلونکې په اړه چمتو کړې ده.»
غني دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې ورڅخه د سولې په بهیر کې پر هغه باندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، له خوا د نیوکو په اړه پوښتنې وشوي.

خو غني ټینګار وکړ چې ده د سولې په برخه کې تر ولسمشر کرزي ډېري لاس ته راوړنې لرلي دي.

هغه وویل: «ایا ولسمشر کرزي اوربند رامنځ ته کړای شو؟ ما رامنځ ته کړ! ایا ولسمشر کرزي طالبانو ته بې قید او شرطه وړاندیز وکړ؟ ما وکړ!.»

د غني په خبره، دی د داسې یوې جګړې د پای ته رسولو په هلو ځلو بوخت دی، چې «ده نه ده رامنځ ته کړې». هغه زیاته کړه: «طالبان په ۲۰۰۱م کال کې خپلو کورونو ته ولاړل. درې کاله امنیت وو. ولسمشر، دار او دسته یې او ګمارلو کسانو یې څه وکړه چې په پایله کې یې تاوتریخوالی رامنځ ته شو؟»

ولسمشر غني دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو هوکړې سره موافقت ښودلی و او پر ولسمشر غني یې نیوکه کړې وه، چې د اوربند په پلمه دې د سولې خبرې له خنډ سره نه مخ کوي.

دغه راز اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ولسمشر غني پر هغې پرېکړې نیوکه کړې، چې له مخې به یې د سولې د خبرو بهیر د سولې  په چارو کې د دولت وزارت  له لوري پر مخ بیول کېږي.

خو ولسمشر غني وویل پخوانی ولسمشر حامد کرزی باید خلکو ته ځواب ووایي چې کوم اقدامات یې د دې لامل شوي دي چې په افغانستان کې امنیت یو ځل بیا خراب شو.

ولسمشر غني تر دې څو میاشتې وړاندې هم یو ځل کابل کې د یوې غونډې پر مهال پر افغان رهبرانو او سیاسیونو نیوکه کړې کړې وه، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې افغانستان هېڅ لاس ته راوړنه نه درلوده او باید په اړه یې ولس ته حساب ورکړي.

که څه هم ویل کېږي د سیاسیونو تر منځ خبرې ډېرې د ولسمشر غني په وروستیو څرګندونو راڅرخېدې خو په ورته وخت کې یې دا هم ویلي، چې دوی باید د یوې اوونۍ په ترڅ کې خپلو کې د سولې په اړه سلا مشورې او د نظر یووالی رامنځ ته او د سولې په تړاو یوه نوې طرحه رامنځ ته کړي او له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

دغه سیاسیون پر داسې مهال د سولې لپاره د نوې طرحې جوړولو هڅه کوي، چې افغان حکومت د سولې لپاره یوه کامله او کابو ټولو ته د منلو طرحه چمتو کړې ده.

افغان حکومت وایي، د تاوتریخوالي کمول د سولې په خبرو کې مانا نه لري او د تل پاتې سولې او ثبات لپاره اړینه ده، چې طالبان اوربند وکړي او بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان هم پر امریکا او طالبانو غږی کړی، چې د سولې لپاره د تاوتریخوالي کمول مانا نه لري او ښکېل لوري باید په ولسي وګړو هر ډول بریدونه ودروي.

په ورته وخت کې د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس وېلز هم ویلي طالبان باید په مکمل ډول د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږدي او په وینا یې امریکا په همدې لټه کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي