۰

خوست:د واده په مراسم د لاسي بم برید کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۷
سیمه ییز چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا لاس بم غورځول شوی، چې له امله یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
خوست:د واده په مراسم د لاسي بم برید کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا لاس بم غورځول شوی، چې له امله یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د سلواغې پنځمه د خوست ولایت د علي شېرو ولسوالۍ په وراث کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د خوست د والي ویاند طلب منګل وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په دغه کلي کې په یوه کور باندې چې د واده مراسم په کې و لاسي بم غورځولی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بم برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي، خو څوک وژل شوي نه دي.

د هغه په وینا ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی خو د خوست امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي