۰
هلمند کې یوه چورلکه لوېدلې ده

شنبی ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
راپورونه وایي، هلمند ولایت کې یوه چورلکه لوېدلې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان ځواکونو ده او که د بهرنیو ځواکونو.
راپورونه وایي، هلمند ولایت کې یوه چورلکه لوېدلې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان ځواکونو ده او که د بهرنیو ځواکونو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د چورلکې د لوېدو پخلی کړی خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، چې سپینې مک هیلیکوپټر په کجکي کې میشتو افغان سرتېرو ته اکمالات رسول، چې لوېدلې ده.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، دغه چورلکه په توغندي ویل شوې، چې له امله یې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی، یو تن ټپي خو دوه پیلوټانو ته یې چې بهرني اتباع دي زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغه چورلکې د لوېدو په اړه طالبانو یا کومې بلې ډلې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي