۰

سرچینې: د طالبانو او امریکا خبرې مهم پړاو ته رسېدلی دی

شنبی ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
په داسې حال کې چې ویل کېږي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې یو ځل بیا په ټپه درېدلې خو طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، دواړه لوري خبرو کې یوه حساس پړاو ته رسېدلې دي.
سرچینې: د طالبانو او امریکا خبرې مهم پړاو ته رسېدلی دی
په داسې حال کې چې ویل کېږي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې یو ځل بیا په ټپه درېدلې خو طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، دواړه لوري خبرو کې یوه حساس پړاو ته رسېدلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تازه په خپل ویب سایټ کې شکایت کړی، چې نور د امریکايي لوري د نویو غوښتنو له مطرح کولو نور پورې ته راغلي دي او امریکا په خبرو کې د وخت ضایع کولو په لټه کې ده.

طالبانو ویلي، چې خلیلزاد په نویو غوښتنو کې د تاوتریخوالي په اړه د وضاحت او دغه راز د تاوتریخوالي کمولو مودې د غځولو غوښنه کړې، په داسې حال کې، چې وړاندې یې د تاوتریخوالي پر کمېدو توافق کړی وو.

طالبانو ته نېږدې سرچینې هم وایي، امریکايي لوري له طالبانو غوښتي، چې د تاوتریخوالي موده اوږده کړي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبرآغا نن شنبې د سلواغې ۵ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې یوه مهم او حساس پړاو ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا په څو راتلونکو ورځو کې به د دواړو لورو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

نوموړي وایي، په دغه خبرو کې د امریکا غوښتنې زیاتې شوې او پر طالبانو یې ټینګار کړي، چې د تړون تر لاسلیک وړاندې عمومي اوربند اعلان کړي.

دی وایي د دې تر څنګ امریکایي لوري له طالبانو ځینې نورې غوښتنې هم مطرح کړی، چې په وینا یې دی ترې معلومات نه لري، خو زیاتوي، چې اصلي مسله همدا ده، چې امریکا له طالبانو غوښتي د تاوتریخوالي موده اوږده کړي او یا هم اوربند ومني.

سید اکبرآغا د دغه پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولې د اوربند کول نه مني وايي، که طالبان د سولې تړون تر لاسلیک وړاندې اوربند وکړي، نو ۲۰ کلنه جګړه یې تر سوال لاندې راځي.

هغه و ویل«که چې د سولې له خبرو هېڅ څه تر لاسه نه شي مانا نه لري، چې طالبان د اوربند وکړي، که چېرې هغوی د سولې تړون تر لاسلیک وړاندې اوربند اعلان کړي، نو بیا خپلو جنګیالیو او خلکو ته څه ځواب و وايي، چې څه یې تر لاسه کړل، چې اوربند یې وکړ او ولې یې ۲۰ کاله جګړه وکړه.؟»

نوموړي وایي، طالبانو د سولې خبرو کې له خپل لوري ډېره نرمي ښودلې او سولې تړون تر لاسلیک وړاندې د تاوتریخوالي کمول خپله د غیر رسمی اوربند مانا لري چې کولی شي دغه څه د سولې تړون تر لاسلیک وروسته په عمومي اوربند بدل شي.

سیداکبرآغا وایي، که چېرې امریکایان په رښتیا هم سوله او له افغانستانه د وتلو تکل لري او غواړي ووځي نو د سولې تړون لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او که نه غواړي پلمې یې ډېرې دي.

په ورته وخت کې بل پخوانی طالب چارواکي عبدالشکور مطمین هم وايي، امریکايی لوري له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو مودې د اوږدېدو غوښتنه کړې.

د هغه په وینا طالبانو د امریکایي لوري د دغه غوښتنې په ځواب کې ډاډ ورکړي، چې که د سولې تړون ورسره لاسلیک کړي نو کېدای شي د ۱۰ ورځني تاوتریخوالي کمول پر عمومي اوربند تبدیل شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي