د آلمان دفاع وزیر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې ډاد ورکړی، چې هېواد به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني د سویس داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د آلمان له دفاع وزیر انه ګریټ کرامپ کارونباور سره لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر امنیتي، سولې پروسې او د سیمې پر اوضاع باندې بحث او خبرې کړې دي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ویلي، د افغانستان د ځانګړو او هوايي ځواکونو پیاوړتیا د آلمان ملاتړ ته اړتیا لري او د یاد هېواد د دفاع وزیر له افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د آلمان دفاع وزیر د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له دوامه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د آلمان او افغان ځواکونو ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکې رامنځته شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل