ولسمشر محمد اشرف غني او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، سوله او ټاکنو خبرې اترې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني او مېرمن مرکل لیدنه د سویس په داووس ښار کې د د نړیوالې اقتصاد مجمع په څنډه کې شوې ده.
د ارګ خبرپاڼه وايي،، په دغه ناسته کې د جرمني لومړۍ وزیرې، ولسمشر غني ته ویلي، حکومت یې لېواله دې ترڅو د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربتوب وکړي.
مېرمن مرکل زیاته کړه، هیواد یې همدا راز د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې، هم متعهد دی.
میرمن میرکل همداراز ولسمشر غني ته د تیرو ولسمشریزو ټاکنو مبارکي هم ویلې او له هغه یې غوښتي ترڅو په مناسب وخت کې دغه هیواد ته په یوه رسمي سفر ورشي.
جمهورخبري آژانس:کابل