۰
مولوي معتصم آغا جان:

د سولې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ټول لوري باید ترې ګټه واخلي

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر مولوي معتصم آغا جان وایي، افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او ټول باید ترې پوره ګټه پورته کړي.
د سولې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ټول لوري باید ترې ګټه واخلي
د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر مولوي معتصم آغا جان وایي، افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او ټول باید ترې پوره ګټه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي آغا جان چې نن پنشنبې د مرغومي ۳ مه کابل کې د افغانستان د سولې او جګړې انستېتیوت له خوا د سولې په اړه جوړه شوې غونده کې وینا کوله و ویل، چې افغانان نور باید یو بل ته لاسونه سره ورکړي او دا هېواد په خپله امن او آباد کړي.

نوموړي په افغانستان کې د روانې جګړې او په اوس مهال کې د سولې د خبرو په اړه و ویل، چې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته په اصل کې امریکا په افغانستان کې سوله نه غوښته.

ده و ویل، د حامد کرزي پر مهال دوی د سولې ځینې حرکتونه پیل کړل او د غونډو او جرګو لپاره یې متحده عربي اماراتو کې کار پیل کړی و، خو دا چې امریکا سوله نه غوښته نو دی یې د اماراتو په حکومت بندي کړ.

دی وایي، هغه مهال د امریکا پالسي په افغانستان کې پر جګړه ولاړه وه نه پر سوله خو اوس امریکا په رښتیا افغانستان کې سوله غواړي او له دغه فرصت څخه باید پوره ګټه پورته کړی شي.

نوموړي و ویل، چې د سولې لپاره اړینه ده، چې د افغانستان، حکومت، سیاسي او جهادي ګوندونه، مدني ټولنې د ښځو د حقونو فعالین او نور د سولې له دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره سره یو موټی شي.

اغلي آغا جان د امرالله صالح د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې پر طالبانو یې سختې نیوکې وکړې و ویل، چې نور باید له دا انتقام جویانه څرګندونو ډډه وشي، ځکه په دې سره سوله نه شي راتلای بلکې د اور لمن لا پراخوي.

نوموړي ومنله چې د طالبانو څخه هم ځینې تېروتنې شوې، خو په وینا یې پخوانیو جهادي ګوندونو هم داسې تېروتنې او اشتباهات کړي، چې له امله یې افغانستان لوټه لوټه او وران شو.

د هغه په وینا که څوک د طالبانو نیمګړتیاوې بیانوي او ښه یې نه یادوي، نو دا په حقیقت کې د سولې هڅې نه بلکې د جګړې پراخېدو ته لمن وهل دي.

هغه و ویل«طالبانو د کوم حکومت او ولس پر ضد نه و راپورته شوي، بلکې د انارشۍ او ملکو الطوایفۍ پر ضد راپوروته شوی و، هغه مهال په کابل کې ۸ حکومتونه و، ټول کابل مجاهدینو داخلي جنګونو کې ړنګ کړی و، ان د کابل پوهنتون د خیرخانې په یوه کور کې وو، خو طالبانو ټول وزارتونه بېرته ورغول، پوهنتون یې جوړ کړ او ان په شهید سردار محمد داودخان روغتون کې یې د ښځو لپاره طب پوهنۍ جوړه کړه، د مجاهدینو اشتباه دا وه، چې د روسانو له وتلو وروسته یې له خلکي او پرچمي ډلو او خپلو منځونو کې جګړې پیل کړې، د طالبانو حکومت بیا تاسې د مجاهدینو له حکومت سره پرتله کړی، د مجاهدینو په حکومت کې کابل لوټې لوټې شو، او میلیونه انسانان کډوال وشول، بنآ تېرې ترخې تجربې او تېروتنې نورې باید نه یادې شي او نه باید تکرار شي، دا مو سولې ته نه شي رسولی.»

ښاغلي آغا جان دا هم وویل، چې په افغانستان کې وروستي پرمختګونه او لاس ته راونې چې د ده په وینا د کرزي او غني حکومت یې لري نه باید پخواني حکومتونه او جهادي ډلې ځان ته منسوبې کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د سولې لپاره نور باید ټول سره یو موټی شي، او دا چې اوس د سولې فرصت رامنځ ته شوی نو باید پوره ګټه ترې واخستل شي او نه باید اجازه ورکړل، چې تېرې ۱۸ کلنې لاس ته راونې یو ځل بیا په سیند لاهو شي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټول افغانان سره وروڼه دي نو باید ټول سیاسي او جهادي تنظیمونه، مدني ټولنې او ټول خلک لاسونه سره ورکړي او په خپله دا خپل هېواد جوړ او سوله او امنیت ټینګ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي