۰

ولسمشر ټرمپ هند ته ځي، خو پاکستان ته د ورتګ اړتیا نه وي

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري، چې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې هند ته سفر وکړي خو پاکستان ته د ورتګ اړتیا نه ویني.
ولسمشر ټرمپ هند ته ځي، خو پاکستان ته د ورتګ اړتیا نه وي
راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پام کې لري، چې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې هند ته سفر وکړي خو پاکستان ته د ورتګ اړتیا نه ویني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ وړمه ورځ د سویس د داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي وو.

له ولسمشر غني او عمران خان سره لیدنو کې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سولې، امنیت، سیمې د ثبات او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د عمران خان سره تر لیدنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و، چې  ولسمشر ټرمپ عمران خان ته ډاد ورکړی چې ډېر ژر به د پاکستان سفر وکړي.

قریشي دا نه و ویلي، چې پاکستان ته د ورتګ بلنه عمران خان ولسمشر ټرمپ ته ورکړې او که ټرمپ خپله پاکستان ته د سفر ویلي.

خو له عمران خان سره تر لیدنې وروسته ولسمشر ټرمپ د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې پاکستان ته به سفر وکړي که نه ویلي و«موږ دا دی اوس دلته راغلي یو، نو حقیقت دا دی، چې بیا شاید لیدو ته اړتیا نه وي.»

ټرمپ د عمران خان سره خبرو کې ویلي و، چې د امریکا او پاکستان اړیکي تر بل هر وخت ښې شوې دي او یو ځل بیا یې ویلي چې د هند او پاکستان تر منځ‌ به د کشمیر پر شخړه منځګړتوب وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي