۰

هلمند کې د طالبانو د نشه يي توکو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د یوې زېرمې د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو د نشه يي توکو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده
ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د یوې زېرمې د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي افغان هوایي ځواک د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ ریګ سیمه کې د طالبانو د نشه يي توکو دغه زېرمه باندې برید کړی او له منځه یې وړې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه برید کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان نیولي هم دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې کمانډو ځواکونو د اروزګان ولایت په ترینکوټ کې عملیات کړي، چې پر مهال یې یو طالب وژل شوی او د هغوی د وسلو یوه وړه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

ملي دفاع وزارت وایي، په ترینکوټ کې د یوه بل هوايي برید پر مهال بیا پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي