سیمه ییز ترافیک چاروکي وايي هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه مسافر مړه شوي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د سلواغې دوهمه) د هرات د مرکز او اسلام کلا تر منځ لویه لار باندې رامنځ ته شوې.
د هرات د ترافیکو مدیر غلام سخي حسیني وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو ټکسي موټر د سړک د غاړې ولاړ ټېلر موټر سره ټکر کړی دی.
د هغه په وینا په دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مسافرو چې ويل کېږي له ایران څخه هرات ته راتلل ژوند بایللی دی.
نوموړي زیاته کړې دا چې د ټېلر موټر چلوونکي خپله موټر په غیر قانوني ډول د سړک غاړې ته درولی و نو ځکه یې د تېښتې لار خپله کړې ده.
جمهورخبري آژانس:هرات