۰
امریکا کې افغان سفیره:

ټول افغانان دا تمه لري، چې ژر تر ژره دلته روانه جګړه ختمه شي

چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
په امریکا کې د افغانستان سفیر مېرمن رویا رحماني وايي، افغانان نور له جګړو ستري او د دایمي سولې راتګ ته یې ستره هیله ده.
ټول افغانان دا تمه لري، چې ژر تر ژره دلته روانه جګړه ختمه شي
په امریکا کې د افغانستان سفیر مېرمن رویا رحماني وايي، افغانان نور له جګړو ستري او د دایمي سولې راتګ ته یې ستره هیله ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن رحماني له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي، چې افغان سوله تر بل هر وخت اساس پړاو ته رسېدلې ده.

هغې زیاته کړې، سوله د هر افغان هیله ده او ټول دا تمه لري چې ژر تر ژره دلته روانه جګړه ختمه شي.

نوموړي ویلي، هر افغان له ښکېلو خواوو غواړي چې نور ددوی وژل بند کړي او د ټوپک پر ځای د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

په واشنګټن کې افغان سفیرې ټینګار کړی، چې افغان حکومت د سولې لپاره واضح تګلاره لري او د جګړو د پای ته رسولو پر عملي لارو چارو او طرحه یې کار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي