۰
پخوانی امریکایي سفیر:

د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمېدل کېدای شي اوربند ته ورته وي

چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۸
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز ګننګهم وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمېدل ښايي اوربند ته ورته وي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمېدل کېدای شي اوربند ته ورته وي
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز ګننګهم وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمېدل ښايي اوربند ته ورته وي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کننګهم دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په مرکه کې کړې ویلي یې دي، تمه لري، چې د امریکا او طالبانو تړون به بین الاافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړې، چې د دې ټولې پروسې هدف دا دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نېغې او ژر د سولې خبرې پیل شي.

د هغه په وینا که څه هم د تړون جزیات لا نه دي خپاره شوي، خو د تاوتریخوالي کمېدل ښايي اوربند ته ورته وي او مهمه هم هما ده، چې تاوتریخوالی ژر ختم او واقعي خبرې پیل شي.

کننګهم وايي، په دې پروسه کې ټول ښکیل لوري د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتونکي دي او ټول باید د همدې هدف لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا، نړیوال شریکان د سیمې هیوادونه او افغان حکومت باید د یوه هدف لپاره چې د سولې د شرایطو په اړه بحث دی کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن ویلي و، د طالبانو سره د سولې تړون د کاغذ ټوټه ده، د افغانستان د راتلونکې ثبات ضمانت نه شي کولی.

د هغه په وینا له طالبانو سره د سولې تړون یوه ټوټه کاغد دی، چې د افغانستان د راتلونکي ثبات ضمانت نه شي کولی او نه هم افغانانو ته سوکالي او امن راوستلی شي نو ځکه اړتیا ده، چې افغانان خپلې مبارزې ته او هغه څه ته چې دوی پر عقیده لري دوام ورکړي.

د هغه په وینا د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو منل یو پرمختګ دی خو په وینا یې طالبان په افغانستان کې پر خپلو ټولو جنګیالیو کنټرول نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي