۰

هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ټاکل شوی

چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۸
ولسمشر محمد اشرف غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او دغه وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.
هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ټاکل شوی
ولسمشر محمد اشرف غني هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او دغه وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ښاغلی چخانسوري به د نوي وزیر تر ټاکل کېدو پورې سرپرست وي.
 
خبرپانه کې راغلي، د وزارت سرپرست د اصلاحاتو د بهیر مشري په غاړي لري او مکلف دی چې ټول کارکوونکي ارزیابي او ګمارنې معیاري کړي.

په خبرپاڼه کې دا هم زیاته شوې، چې سرپرست وزیر باید د یوویشتمې پېړۍ سیاسي او اقتصادي ضرورتونو ته په کتو په وزارت کې تشکیلاتو ته بیا کتنه وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرستي او سیاسي معنیت د ادریس زمان تر غاړې وو.

نوي سرپرست وزیر هارون چخانسوري د ادریس زمان کارونه سیتالي او ژمنه یې کړې، چې د هغه له لوري پیل شوي اصلاحات به روان ساتي.

په ورته وخت کې ادریس زمان هم پر خپل ټوېټر ښاغلي چخانسوري ته د دندې مبارکي ورکړې او هیله یې کړې، چې د خپل هېواد لپاره به په نورو برخو کې کار روان ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي